د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې، د عرب اتحادیې پخوانی عمومی منشی عمرو موسی نن شنبه د لړم د میاشتې په ۱۹ نېټه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د صهیونیسټ رژیم او د ښی اړخې ډلې چې د اسرائیلو په کابینه کښې کنټرول لری، پراخوالی محدود شی؟ هغه وویل: د اسرایلو توسعیت به نه دریږي او دا پراخوالی به د سعودي عربستان په ګډون مهمو عربي هیوادونو ته ورسیږي.
عمرو موسی د خپل هیواد مصر ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د اسرائیلو په دغه پراخوالی کې به مصر هم شامل وي، د مثال په توګه همغه اسرائیلو په دې وروستیو کې له مصر څخه وغوښتل چې دوی ته دوه کیلومتره سرحد ورکړي چې دا د مصر د الحاق پیلامه ده.
هغه څرګنده کړه: د مصر او سعودي عربستان هېوادونه چې ګټې يې له يو بل سره تړلې دي بايد دغې ستونزې ته د حل لاره ومومي.
د پیغام پای/
Your Comment